ایران د پوځي تمرینونو په ترڅ کې بالسټیک توغندي و ازمویل

ایران نن وویل چې وسله والو ځواکونو یې د پوځي تمرینونو په ترڅ کې زیات شمېر بالسټیک توغندي ازمویلي دي.

د ایران خبري اژانس ایسنا وايي چې د انقلابي ګارد ځواکونو دا ازموینې نن کړې او هدف یې د ایران د پوځي زور او د هر ګواښ په وړاندې د مبارزې لپاره د اسلامي جمهوریت د توان څرګندول وو.

د امریکا متحده ایالاتو د جنورۍ په میاشت کې د ایران د بالسټیک توغندیو د تمیول لپاره پر لږترلږه ۱۱ ایراني شرکتونو او وګړو تازه بندیزونه ولګول.