د افغان حکومت اجراییه رییس وايي د افغانانو د تېرو څو کلونو لاس ته راوړنې هغه څه نه دي چې یو چا ته د ډلۍ په توګه ورکړل شي.
عبدالله عبدالله چې نن یې په کابل کې د ښځې نړیوالې ورځې په نمانځ غونډه کې خبرې کولې، افغان ښځو ته ډاډه ورکړ چې لاس ته راوړنې به یې د سولې په پروسه کې خوندي شي:
"د افغانستان د خلکو لاس ته راوړنې داسې څه نه دي چې چا ورته د یو څه په بدل کې ډالۍ کړي وي، د هېواد دهر وګړي حق دی او دا څوک قرباني کولای هم نه شي."
له دې وړاندې افغان چارواکو ویلي و چې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې په راتلونکو خبرو کې به یوه ښځه هم ګډون ولري.
خو دغه خبرې یوه دوې اوونۍ ځنډول شوې دي.