ماریا شرپووا په المپیک لوبو کې د روسیې په استازیتوب لوبه کوي

د روسیې د تینس فدراسیون مسئولینو نن وویل چې د ماریا شرپووا به د برازیل په المپيک کې د خپل هېواد په استازیتوب لوبه وکړي.

د المپيک د لوبو لپاره د ورزشکارانو په ځانګړې معاینه کې پرون پر ماریا شرپووا د داسې درملو د استفادې شک وشو چې بندیز ورباندې لګېدلی، خو دې ویلي چې د میلدونیم په نوم مواد یې د روغتیا لپاره خوړلي وو.

ماریا شرپووا پینځه وارې د تنیس د نړیوالو سیالیو اتلولي ګټلې ده.

د روسیې د تینس د فدراسیون مشر نن تاس خبري اژانس ته ویلي، زه فکر کوم چې دا بېخې بې ځایه خبره ده، ورزشکاران دوا د ډاکتر د نسخې پر اساس خوري، زه فکر کوم چې شرپووا به د روسیې لپاره لوبه وکړي.