په بریتانیا کې له ترویزم سره د مبارزې د ادارې مشر مارک رولي خبرداری ورکړی چې اسلامي دولت یا داعش پلان لري چې په لوېدیز کې پر ملکي اهدافو حملې وکړي.
د لندن د مټروپول پولیسو دې مرستیال مشر پرون وویل، داعش به چې مخکې یې پر حکومتي تاسیساتو او پوځي اهدافو حملې کولې اوس د ډېرو سترو حملو پلانونه جوړوي.
د دې بریتانوي چارواکي په وینا، داعش پلان لري چې داسې سترې حملې وکړي لکه په نومبر میاشت کې په پاریس کې پر یوه کنسرټ، سټډیوم او رسټورانټونو چې لږترلږه ۱۳۰ تنه په کې ووژل شول.
د بریتانیا د پولیسو دې مشر ټينګار کړی چې پولیس په اوسمهال کې په دې اړه چې داسې پلانونه به جوړ شوي وي، ډېر معلومات نه لري خو سپارښتنه یې کړې چې حکومتونه باید د ټولو امکاناتو لپاره ځانونه تیار کړي.