هند: یوې ۱۵کلنې نجلۍ ته تر جنسي تېري وروسته اور اچول شوی

په هند کې پر یوې ۱۵کلنې نجلۍ جنسي تېری شوی او بیا اور وراچول شوی دی.

پولیسو نن وویل چې له پېښې سره په تړاو یو۲۰ کلن سړی نیول شوی دی.

داسې شک دی چې دې سړي نوې ډېلي ته نېږدې، د تیګري په نوم په یوه کلي کې پر دې نجلۍ تېری کړی او بیا یې د هغې د سوځولو هڅه کړې ده.

د دې ماشومې نجلۍ پلار او مور ویلي چې لور یې له سختو ټپونو سره روغتون ته رسولې ده.

دا په هند کې پر نجونو د جنسي تجاوز ټر ټولو وروستۍ پېښه ده.