د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ لپاره یې د وسله والو طالبانو د اکمالاتو مسوول نیولی دی.
له دغه ریاست څخه نن په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه کس د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې له ۷ عرادو موټرو او یوه اندازه وسلو او مهماتو سره نیول شوی.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلې.