عزيز: په راتلونکو ورځو کې به د افغان سولې پروسه پيل شي

د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز هيله ښودلې چې د افغانستان د سولې او امن لپاره به د سولې د بهير عمل په څو ورځو کې پيل شي.

نوموړي د سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د بريتانيا د بهرنيو چارو له وزير فليپ هامونډ سره يوځاى ګډې خبري غونډې ته په وينا کې وويل چې افغان طالبان بايد په دې وپوهېږي چې شراېط د مذاکراتو په ترڅ کې منل کېداى شي، نه تر مذکراتو مخکې.

دا په داسې حال کې ده چې ويل کېدل د افغان حکومت او افغان طالبانو ترمځ به د سولې مخامخ خبرې په راوانه مياشت کې وشي، خو طالبآنو مخامخ خبرې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو او يو لړ نورو شرطونو پورې مشروط کړل.

ښاغلي عزيز خبري غونډې ته وويل چې د بريتانيا د بهرنيو چارو له وزير سره يې په دوه اړخيزو اړيکيو سربېره د سيمې، په ځانګړې توګه افغانستان او له هند سره د پاکستان د اړيکيو په اړه خبرې وکړې.

عزيز د افغان حکومت او طالبآنو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، ددغې پروسې مرکزي کردار افغان حکومت او طالبان دي، پاکستان، امريکا او چين پکې يواځې د سهولت کار رول لوبوي.

نوموړي په دې اړه زياته کړه:

"تاسو ته پته ده چې د سولې پروسې مرکزي کردار افغان حکومت او طالبآن دي او د څلوراړخيزې کومېټې درې هېوادونه، امريکا، چين او پاکستان پکې يواځې د پروسې سهولتکار دى. د ګډ مسووليت د مفکورې له مخې به درېواړه هېوادونه له دواړو غاړو سره اړيکي ونيسي او وبه ګوري چې په کوم ډول هغوى وهڅول شي؟خو بنيادي پېغام به دا وي چې هغه شرطونه چې دوى تر مذاکراتو مخکې ايښي، يواځې د مذاکراتو په ترڅ کې رامنځته کېداى شي، نه تر مذاکراتو مخکې. لکه څنګه چې افغان حکومت يو ځل بيا له هغوى مذاکراتو ته د راتلو غوښتنه کړې، نو هيله ده چې په څو ورځو کې به په يوه سطح دا پروسه پيل شي."

له بلې خوا فليپ هامونډ خبري غونډې ته په وينا کې د افغانستان د سولې په پروسې او همداشان د ترهګرو او سختدريځو په ځپلو کې د پاکستان هڅې وستايلې. نوموړي له هند سره د خپلمنځي اړيکيو د پراختيا او د پټهانکوټ د بريد په لړ کې د پاکستان تحقيقاتو هم هرکلى وکړ.

هامونډ په دې اړه وويل:

"موږ د سيمې د ثبات په اړه په زړه پورې بحث وکړ. زه د افغانستان د سولې د پروسې په پرمختګ کې د پاکستان د رول هرکلى کوم او په دې مو هم خبرې وکړې چې نړېواله ټولنه څه ډول کولاى شي ددې پروسې ملاتړ لا پراخ کړي؟"

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير له افغان خاورې څخه په پاکستان کې د ترهګرو بريدونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل:

"دا رښتيا ده چې ځينې ترهګر د افغان خاورې هغه برخې چې د حکومت واک پکې کمزورى دى، د پاکستان او ځينې بيا د پاکستان هغه د يو بل پر ضد کاروي. زه د داواړو هېوادونو پر حکومتونو غږ کوم چې ددې ډول پېښو د مخنيوي لپاره دې ګډ کار وکړي او هغو خلکو ته دې ځاى نه ورکوي چې پر يو بل د حملو هڅه کوي."

د يادونې وړ ده چې د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير اسلام ابآد ته تر سفر مخکې پرون کابل ته هم تللى و او له افغان چارواکيو سره يې په ځينو مساېلو خبرې کړې وې.

راپور: ذبيح مومند