د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت د ډنډي شهاب الدین سیمه یې له وسله والو طالبانو په بشپړه توګه پاکه کړې ده.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول ذبیح الله شجاع نن ازادي راډیو ته وویل چې د ډندي شهاب الدین سیمې په عملیاتو کې یې وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله هم اړولې، خو د دقیقو ارقامو په اړه یې څه ونه ویل.
ډنډي شهاب الدین د بغلان ولایت هغه سیمه ده، چېرته چې یوه نیمه میاشت وړاندې وسله والو مخالفینو له ازبکستان څخه کابل ته د واریداتي برېښنا پایې په کې نړولې وې.
د یو بل خبر له مخې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یوې ځوانې انجلۍ د کوژدې په شپه په تومانچې ځان وژلی دی.
که څه هم د انجلۍ کورنۍ په دې اړه څه نه وایي، خو د مرکزي بغلان څارنوال عبدالحمید صاپی وایي، ممکن دغې انجلۍ به د رواني او کورنیو ستونزو له امله ځان وژنه کړې وي.