د افغان حکومت اجراییه رییس ټینګار وکړ چې پر افغانستان باید د ډیورند کرښې له پورې غاړې څخه راکېټي حملې د تل لپاره بندې شي.
عبدالله عبدالله چې نن یې د مارشال محمد قسیم فهیم د دویم تلین په مناسبت غونډه کې وینا کوله دا ډول حملې د ښه ګاونډیتوب خلاف عمل وباله.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه:
"له کرښې بلې غاړې راکېټي حملې باید بندې شي، یو ځل او د تل لپاره، دا له هېوادونو او ګاونډیانو سره د دوستي په اړه د افغان حکومت له نیت سره په مطابقت کې نه دی."
عبدالله وویل چې افغانان له خپلې خاورې څخه دفاع خپله ملي او دیني مکلفیت بولي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې له تېرو دریو ورځو را په دې خوا د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او پاکستاني سرتېرو ترمنځ جګړه روانه ده.