د تونس حکومت وايي چې له لیبیا سره د ګډ سرحد په اوږدو کې د دولتي ځواکونو او افراطي وسله والو ډلو په جګړه کې لږ تر لږه ۵۳ کسان وژل شوي دي.
د تونس صدراعظم حسیدایسید په یوه وینا کې چې د دولتي ټلویزیون له لارې خپره شوه وویل، د اسلامي دولت ډلې یا داعش وسله والو غوښتل چې د دې حملې په نتیجه کې په دې سرحدي سیمه کې ځان ته یوه اډه جوړه کړي.
پر بن ګردان ښار پرونۍ حمله سهار وختي پیل شوه او تر ماښامه یې دوام وکړ چې په نتیجه کې یې د لیبیا او تونس سرحد بند شو.
د تونس ولسمشر هم پرون وویل، د داعش وسله والو غوښتل دا سیمه له برید وروسته ونیسي او د نوي امارت جوړیدل پکې اعلان کړي.
په همدې حال کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فدریکو موګیریني وايي، دا حمله تونس ته د متوجه ګواښونو جدیت ښيي.