ترکیې او اروپايي ټولنې پر یوې احتمالي معاملې موافقه کړې

ترکیې او اروپايي ټولنې د هغې احتمالي معاملې پر چوکاټ چې له اروپا څخه زرګونه کډوال به ترکیې ته ستیږي موافقه کړې.

د دواړو لورېو چارواکو ویلي دي چې په دې اړه وروستۍ موافقه به د روانې مارچ میاشتې د ۱۷مې په سرمشریزه کې لاسلیک شي.

په دې اړه پرون په بروکسل کې له اوږدو خبرو وروسته اروپايي مشرانو د غونډې په وروستۍ شېبه کې د ترکیې طرح چې له مخې یې دا غیرقانوني کډوال په خپله خاوره کې خوندي کوي ومنله.

د یونان صدراعظم الکس څیپراس وویل، حقیقت دا دی چې ترکیه دې غونډې ته له داسې یوې په زړه پورې طرحې سره راغلې وه چې ټول یې حیران کړل.

د جرمني او برتانیا صدراعظمانو انګیلامیرکل او ډیویډکېمرون، د اروپايي کمېسیون مشر ژان کلود یونکر او د اروپايي ټولنې مشر ډونالډ ټوسک هم د ترکیې طرح یو ښه پرمختګ وباله خو ویې ویل چې پر جزییاتو یې باید نور کار هم وشي.

ترکیې اروپايي ټولنې ته وړاندیز کړی چې د مالي مرستو او ډیرو امتیازونو په بدل کې به اروپا ته د کډوالو د روان بهیر د کمولو په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

ځینو ډیپلوماټان وايي، انقرې د هغو درې میلیارډ یورو دوه چنده غوښتي دي چې په تیره نوامبر میاشت کې اروپايي ټولنې ورته منلې وې څو سوري کډوال په ترکیه کې وپالي.