د بخښنې نړېوال سازمان: د فرخندې په قضیه کې عدالت نه دی پرځای شوی

د بخښنې نړېوال سازمان وايي، سره له دې چې د اعدام د سزا مخالف دي خو د فرخندې په قضیه کې عدالت نه دی پر ځای شوی.

په دې سازمان کې افغان څیړونکې حریه مصدق ازادي راډیو ته وویل، ډیرو هغو کسانو ته چې د فرخندې په قضیه کې په لاس لرلو تورن وو برات ورکړل شوی دی.

نوموړې همدارنګه د هغو پولیس افسرانو یادونه وکړه چې په سیمه کې وو خو د خلکو څخه یې د فرخندې د ژغورنې لپاره هیڅ اقدام ونه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سترې محکمې د هغه تعویز لیکونکې لپاره د شل کاله بند سزا تایید کړې چې فرخنده یې په ناحقه د قران پاک د پاڼو په سوزولو تورنه کړې وه.

سترې محکمې په دې قضیه کې د ۱۲ نورو تورنو کسانو لپاره هم له لسو تر شلو کلونو پورې د بند سزاوې تایید کړي دي.

فرخنده د تېرکال د مارچ په میاشت کې د شادوشمشیره زیارت ته څیرمه، په رڼا ورځ د پولیسو په موجودیت کې پاریدلو خلکو په وهلو ډبولو ووژله او د هغې جسد ته یې اور واچوه.