د اروپايي اتحادیې مشرانو نن په بروکسل کې د ترکیې له صدراعظم احمد داود اغلو سره غونډه پيل کړه.
د ترکیې او اروپايي اتحادیې د مشرانو په دې بېړنۍ غونډه کې پر غیر قانوني مهاجرت خبرې کېږي.
اروپا تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته، د غیر قانوني کډوالو له تر ټولو ستر بحران سره مخامخ ده.
داسې انګېرل کېږي چې د اتحادیې ۲۸ غړي به له ترکیې غوښتنه وکړي چې اروپا ته د غیر قانوني کډوالو د ورتګ مخنیوی وکړي او هغه کسان چې په اروپايي اتحادیې کې د پناه غوښتلو په شرایطو نه دي برابر، ور وګرځوي.
د ترکیې صدراعظم احمد داود اغلو نن خبریالانو ته وویل:
"ترکیه له اروپايي اتحادیې سره کار ته تیار ده، ترکیه د اروپايي اتحادیې غړیتوب ته هم تیاره ده، زه هیله لرم چې نننۍ سرمشریزه به زموږ داړیکو لپاره د بري یوه نوې پاڼه را واړوي."
رپوټونه وايي چې تېرکال لږترلږه یو میلیون غیرقانوني کډوال اروپايي اتحادیې ته ورغلي چې زیات شمېر یې د افغانستان، سوریې او عراق خلک دي.
دا غیر قانوني کډوال د ترکیې له لارې یونان او بیا د اروپايي اتحادیې نورو هېوادونو ته تللي دي.
رپوټونه وايي چې اوس هم، هره ورځ لږترلږه ۲۰۰۰غیر قانوني کډوال له ترکیې د یونان ټاپوګانو ته رسېږي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر نن وویل چې اروپايي اتحادیې ته ښايي چې پر خپلو پرانیستو سرحدونو له سره غور وکړي ځکه دده په وینا، د هېوادونو ترمنځ د سرحدونو د پرانیستلو کړنلاره نه شي کولای چې له دومره سترې ستونزې سره کار وکړي.
د هالنډ صدراعظم چې هېواد یې د اروپايي اتحادیې شپږ میاشتنۍ دوره یې مشري کوله هیله څرګنده کړې چې له انقرې سره به یوې موافقې ته ورسېږي.