اشرف غني: ترورېستان به په افغانستان کې له منځه وېوړل شي

افغان ولسمشر وايي، حکومتي مشران او امنیتي ځواکونه مسوولیت لري چې په ناوړه شرایطو کې له هېواد څخه دفاع ته چمتو اوسي.

محمد اشرف غني په کابل کې له پوځي اکاډمي څخه د ځوانو افسرانو د فراغت په مراسمو کې وویل چې بهرنیو وسله والو ته په افغانستان کې هېڅ ځای نشته او افغان طالبان باید له هغوی څخه ځانونه جلا کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د افغان ځواکونو د تمویل او تهجیز لپاره به خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي او ډاډ یې ورکړ چې امنیتي ځواکونه مسوولیت لري چې په ناوړه شرایطو کې له هېواد څخه دفاع ته چمتو و اوسي.

ښاغلي غني د دوشنبې په ورځ په کابل کې د مارشال محمد قسیم فهیم له پوځي اکاډمي څخه د څه باندې۵۰۰ افسرانو د فراغت په مراسمو کې وویل چې روانه جګړه د حق او باطل ترمنځ جګړه ده او افغان حکومت له خپلې خاورې د دفاع حق او واک لري.

نوموړي ټینګاروکړ چې بهرنیو وسله والو ته په افغانستان کې هېڅ ځای نشته او سخت به وځپل شي.

"زما او د ملي دفاع وزارت او نور امنیتي او دفاعي چارواکو مسوولیت داده چې د سختو ورځو لپاره چمتوالی ولرو او د ښه راتلونکي هیله ولرو، ان شاء الله بهترین حالت به راشي، خو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه باید په صف کې وي، دلته د القاعدې کور ورانېږي، داعش او نور سیمه ییز تروریستان دلته تباه کېږي او ځای نه لري."

ولسمشر په داسې حال کې په سختو شرایطو کې له هېواده د دفاع ډاډ ورکوي چې یوشمېر امریکایي پوځي چارواکو ۲۰۱۶ میلادي کال له امنیتي پلوه افغانستان ته خطرناک یاد کړی دی.

د امریکا د استخباراتو مشر وویل، ممکن په دې کال کې افغان حکومت د سیاسي سقوط له خطر سره هم مخ شي.

په ورته وخت کې افغان ولسمشر له افغان طالبانو وغوښتل چې د بهرنیو جنګیالو له ډلو څخه ځان جلا کړي او که دا کار یې ونه کړ، نو له افغانیت نه دې لاس په سرشي.

له پوځي اکاډمي څخه د ځوانو افسرانو د فراغت په مراسمو کې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر محمد معصوم ستانکزي وویل چې روزل شوي افسران له هېواد څخه دفاع ته چمتو دي.

"دا هغه کسان دي چې پوځي فن یې زده کړی، څو له خپل هېواد څخه دفاع وکړي، نه داچې تجاوز وکړي، هېڅ یرغلګر ته به اجازه ورنه کړي چې په په افغانستان یرغل وکړي."

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې افغان حکومت او د څلور اړخیزې غونډې د ګډونوالو له هڅو سره ــ سره بیا هم وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې رد کړې.

په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې له وسله والو طالبانو غوښتي چې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي او کنه د افغان او نړیوالو ګډو ځواکونو له خوا به وځپل شي.

له بل پلوه د پوځي چارو افغان کارپوهان وايي، د افغان ځواکونو د تمویل او تجهیز په برخه کې نړیواله ټولنه باید پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.

د پوځي چارو افغان کارپوه باري عارض په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

" دوی هغه ژمنې چې د افغان ځواکونو د روزنې، تمویل اوتجهیز په برخه کې کړې، باید عملي کړي او د افغان وسله والوځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې خپلې مکلفیت او مسوولیت ترسره کړي."

له دې وړاندې یوشمېر نورو پوځي چارواکو ازادي راډيو ته ویلي چې افغان حکومت باید د هېواد د بشپړې دفاع لپاره هوایي ځواک په خپلو پښو ودروي.

په دې ترڅ کې په دې وروستیو کې افغان پوځ له بېلابېلو هېوادونو څخه جنګي الوتکې ترلاسه کړې او ټاکل شوې چې په مارچ میاشت کې څو بې پېلوټه الوتکې هم ورته ورکول شي.

راپور: رحمت الله افغان