افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې غوښتونکی دی خو هغه کسان چې له حکومت سره جنګ کوي په شدت سره به وځپل شي.
ښاغلي غني نن د کابل له پوځي اکاډمي څخه د ۵۴۹ تنو افسرانو د فراغت په غونډه کې دا خبرې وکړې.
ولسمشر وویل چې افغان پوځیانو دا ثابته کړه چې د افغان حکومت د ناکامۍ په اړه د دښمنانو هر ډول بدبینۍ ناسمې وې.
ښاغلي غني زیاته کړه:
"تاسو د افغانستان تکړه جنرالانو په میدان کې ثابته کړه چې د ټولو بدبینیو وړاندوینه ناسمه وه، دا هېواد به تل وي، هر چا چې ورته په بد نظر کتلي پښه یې ماته شوې ماغزه یې سوځېدلي دي."
افغان ولسمشر همداراز وویل چې د حکومت په سیاسي اراده باندې باید شک ونه شي او یوازي تېر کال په افغان حکومت اووه ځله جګړه تحمیل شوه.