مصر: اخوان المسلمین او حماس ډلې د برکات په وژلو تورنې شوې

مصر اخوان المسلمین او د فلسطین سخت دریځه حماس ډله د مصر د لوی څارنوال په قتل کې په لاس لرلو تورن کړل.

هشام برکات تېرکال وژل شوی و، د کورنیو چارو وزیر مجدي عبدالغفار پرون خبریالانو ته وویل چې هغه موټربم چاودنه چې برکات یې وواژه د اخوان المسلیمن د غړیو له خوا چې په غزه کې د حماس له خوا ورته روزنه ورکړل شوې وه، ترسره شوې وه.

غفار وویل چې د دغې پېښې په تړاو ۱۴ تنه نیول شوي دي.

حماس دغه تورونه رد کړل او هغه یې بې اساسه وبلل.

۶۵ کلن برکات د ۲۰۱۵ میلادي کال په جون کې په قاهره کې د خپل کورپه مخکې ووژل شو.

د هغه د وژلو مسولیت چاپه غاړه نه دی اخیستی.

اخوان المسلمین چې فعالیت یې منع شوی، هم په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.