د عراق مرکز بغداد ته نږدې انتحاري حملې ۴۷ تنه وژلي

عراقي چارواکي وایي چې پرون پلازمینې بغداد ته نېږ دې په یوې انتحاري موټربم حملې کې لږترلږه ۴۷ کسان ووژل شول او په لسګونو نور ژوبل شول.

پولیسو وویل چې حمله کونکي خپل موټرد بغداد په جنوب کې حیلا ښارګوټي ته د ننوتو له یوه ګڼه ګوڼي امنیتي پوستې سره وجنګاوه.

د دغې حملې مسولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخیستی دی.

یوه سیمه ییز چارواکي رویټرز خبري اژانس ته وویل چې په حیلا کې دومره ستره حمله تراوسه نه وه شوې.

اسوشیېټید پرس اژانس د پولیسو د یوه افسرله قوله په دغه حمله کې د ۳۹ ملکي وګړو د وژل کېدو خبره کړې ده.

نور وژل شوي کسان د امنیتي ځواکونو غړي ښودل شوي دي.

دغه افسرد خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په دغه حمله کې له ۶۰ زیات کسان ټپیان شوي او نېږدې ۵۰ موټرهم ویجاړشوي دي.

د روغتون سرچینو د تلفاتو دغه شمېرتایید کړی دی.

ملګري ملتونه وایي چې تېره میاشت د بغداد دننه او بهر د یوشمېر انتحاري حمله کوونکو په ګډون په روانو شخړوکې لږترلږه ۶۷۰ عراقیان وژل شوي دي.

د ټولو بریدونو مسولیت داعش وسله والو په غاړه اخیستی دی.