ناټو وایي، د اژه په سمندرګي کې خپل ماموریت پراخوي ترڅو یونان او د اروپا نورو برخو ته د کډوالو د قاچاق مخه ونیسي.
د اسوشېیټید پرس خبري ژانس د ناټو د سرمنشي ینس سټولټنبرګ له قوله ویلي چې وایي، ناټو به د یونان او ترکیې په اوبو کې چیرې چې قاچاق وړونکو له دې لارې په لسګونو زره کډوال اروپا ته رسولي، عملیات پراخ کړي.
سټولټنبرګ وویل چې نورې کښتۍ به سیمې ته واستول شي چې هلته له دریو کښتیو سره چې په اوس وخت کې فعالیت کوي، یوځای شي.
د ناټو سرمنشي دا څرګندونې د هغې مهمې سرمشریزې په درشل کې وکړې چې ټاکل شوې نن دوشنبې په بروکسل کې جوړه شي.
په دغه سرمشریزه کې به د اروپا مشران ترکیه وهڅوي چې په پراخه کچه هغه کډوال ومني چې د اقتصادي ستونزو له امله د پناه اخیستو مستحق نه دي او له اروپایي هېوادونو ایستل کېږي.