د راپورونو له مخې د ننګرهارپه ګوشتۍ ولسوالۍ کې د پاکستاني ملېشو او افغان سرحدي پولیسو تر منځ نښته شوې.
ځینې سرچینې وايي چې نښته پرون یکشنبې وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې پاکستاني ملېشو د ګوشتې ولسوالۍ اړوند انارکي سیمه کې په کلیوالي سیمو د سپکو او درنو وسلو ډزې پیل کړې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نښته تایید کړه خو په دې اړه يې له جزیاتو ورکولو ډډه وکړه.
د ننګرهارپه ګوشتې ولسوالۍ کې له دې مخکې هم څو ځلې د پاکستان له لوري د بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.