د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو د سازمان له سرمنشي سره په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو او په دې اړه د اسلامي نړۍ د عالمانو د راتلونکې کنفرانس لپاره د تیاریو په اړه خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، صلاح الدین رباني د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان د پنځمې فوق العاده غونډې په حاشیه کې د دې سازمان له سرمنشي ایاد امین مدني سره دغه راز د فلسطین او بیت المقدس پرموضوعاتو هم خبرې وکړې.
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا په ۴۲مه غونډه کې پرېکړه شوې چې په نېږدې راتلونکي کې د اسلامي نړۍ دیني عالمان په یوه کنفرانس کې په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت پرلارو چارو خبرې وکړي.