د عراق پلازمېنې بغداد کې انتحاري حملې ۲۹ تنه وژلي

د عراق په پلازمېنه بغداد کې په يوه انتحاري حمله کې په لسګونو کسان وژل شوي يا هم ټپيان دي.

چارواکي وايي په نننۍ چاودنه کې چې له حله ښار نه دباندې يوې پوستې ته نېږدې وشوه، لږ تر لږه ٢٩ کسان وژل شوي او ۴۷ نور ټپيان دي.

يوه امنيتي چارواکي رويټرز اژانس ته وويل چې دا په حله کې له لويو بمي حملو ګڼل کېږي.

چا تر اوسه د دې حملې مسووليت نه دى منلى.