په سلواکيا کې د تېرو انتخاباتو لومړني نتايج ښيي چې کيڼ اړخي صدراعظم رابرت فيڅو پروني عمومي انتخابات وګټل، خو لا هم بريالى شوى نه دى چې اکثريت وګټي.
تر نيمايي د زياتو شمېرل شويو رايو له مخې د فيڅو سمېر-سوسيال ډيموکراسۍ ګوند شا وخوا ٢٩ سلنه رايې ګټلې دي.
د دې غښتلي ګوند مشر فيڅو تمه لري چې د نوې حکومت د تشکيل غوښتنه به ورڅخه وشي.
ده وويل، د عمومي انتخاباتو نتايج چې اتو ګوندونو په کې برخه اخيستې وه، ډېر پېچلي دي او د يوې کابينې تشکيل به لږ وخت ونيسي.
فيڅو د اروپايي ټولنې د هغه پېشنهاد سخت مخالفت کړى چې له مخې يې سلواک بايد له يونان او ايټاليا نه يوشمېر پناه غوښتونکي ومني.
د هغه پلان له مخې سلواکيا بايد شا وخوا ٢٦٠٠ پناه غوښتونکو ته په خپله خاوره کې ځاى ورکړي.
د پولنډ، چک او هنګري رهبرانو هم د فيڅو د افراطي نظرياتو ملاتړ کړى دى.