د کابل امنیه قومانداني وایي چې پر ترکي اتباعو د ډزو موضوع د دوی ترڅېړنې لاندې ده.
د امنیې قوماندانۍ دجنایي تحقیقاتو مشر فریدون عبیدي ازادي راډیو ته وویل چې د څېړنو له بشپړېدو وروسته به له رسنیو سره کره معلومات شریک کړي.
تېر ماښام د کابل ښار د شهر نو په سیمه کې یوه کس د ترکي اتباعو په یوه پلورنځي کې ډزې وکړې چې د ناتایید شویو راپورنو له مخې دوه کسه په کې وژل شوي دي.
ښاغلی عبیدي وایي، حمله کوونکي له بې غږه تومانچې څخه ګټه اخیستې خو تر اوسه معلومه نه ده چې وژل شوي کسان ترکي اتباع دي که افغانان.
تر اوسه په کابل کې مېشتو ترکي اتباعو او د ترکیې سفارت هم په دې اړه تبصره نه ده کړې.