کندز: د تاجکستان قونسلګرۍ بندېدو ستونزې پيدا کړي

په کندز کې د سوداګرۍ او صنایعوو خونې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د تاجکستان هېواد د قونسلګرۍ تر ټړل کېدلو ورسته سوداګر د سوداګریزو فعالیتونو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د دغه ولایت دسوداګرۍ او صنایعو خونۍ د صادراتو مدیر مسعود وحدت ازادي راډیو ته ویلي چې سوداګر د ویزې ستونزه لري او له تاجکستاني سوداګرو سره یې سوداګریزې معاملې نیمګړې پاتې دي.

خو په کندز کې د شیرخان بندر د ګمرک مسوولین وايي چې د افغان سوداګرو د ستونزو د هواري په اړه یې له تاجکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.

په کندز ولایت کې د شته ناامنیو له کبله څه باندې څلور میاشتې کېږي چې د تاجکستان هېواد قونسلګرۍ تړل شوې.