ټاکل شوې چې د افغانستان ولسي جرګه تر ژمنیو رخصتیو وروسته نن د ولسشمر محمد اشرف غني په وینا سره خپل کار پیل کړي.
ولسی جرګه به د خپل کار تر پیل وروسته په ادارې برخه کې د جرګې مرستیالان، منشي او نایب منشي هم وټاکي.
د یادونې ده چې د افغانستان د ولسي جرګې د پنځم تقنیني کال د کار موده د ۱۳۹۴ کال د جوزا په میاشت کې پای ته رسېدلې خو د ولسمشرمحمد اشرف غني د تقنیني فرمان له مخې به دغه جرګه تر راتلونکو انتخاباتو پورې خپل کار ته دوام ورکوي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات به د راروان لمریز کال د میزان د میاشتې په ۲۴مه نېټه تر سره شي.