پاکستان په هند کې د خپل کرکټ ټیم امنیت په اړه اندېښنه لري

پاکستان وايي، مخکې تر دې چې د خپل هېواد د کرکټ ملي ټیم د کرکټ د نړیوال ۲۰اووریز جام په سیالیو کې ګډون ته پرېږدي، دا اوونۍ به یو پلاوی هند ته ولېږي چې امنیتي وضعیت وڅېړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان پرون وویل، دا درې کسیز پلاوی به د مارچ په اوومه یعني سبا هند ته لاړ شي څو هلته هوټلونه، د لوبغاړو د تګ راتګ لارې او د کرکټ میدان وګوري.

چودري نثار علي خان وویل، که د پلاوي راپور مثبت و، د پاکستان د کرکټ ټیم به پرېښودل شي چې هند ته لاړ شي.

پاکستان دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې د هند د هیما چل پردېش ایالت اعلي وزیر وویل، دوی د مارچ په ۱۹مه د پاکستان د کرکټ لوبډلې ته امنیت نه شي برابرولی او د پاکستان د ټیم مسابقه دې په بل ایالت کې وشي.

د هند د کرکټ ټیم په وروستیو اسیايي سیالیو کې د پاکستان ټیم په پنځو ویکټونو مات کړ.