امریکا: کلنټن او ټرمپ په مقدماتي انتخاباتو کې مخکې دي

د امريکا متحده ايالتونو په پنځو نورو ايالتونو کې هم رايه ورکوونکو د ګوندونو په مقدماتي خپلمنځي انتخاباتو کې برخه واخيسته.

د جمهوريت غوښتونکو ترمنځ د رقابت ډګر نور هم تنګ شوى، داسې چې جنجالي میليارډر ډونالډ ټرمپ لا هم مخکې دى، ورپسې ټيډ کروز او مارکو رُبيو مخکې دي.

جمهوريت غوښتونکو پرون د کانديدانو د ټاکلو لپاره په مېن، کنساس، کنتاکي او لوئيزيانا کې رايې ورکړې.

بل خوا د ډيموکراټانو په ډله کې هلېري کېلنټن د خپل ګوند تر بل سيال برني سنډرز مخکې ده.

دغه دواړه رقيبان به په نبراسکا، کنساس او لوئيزيانا کې بيا سيالۍ ته درېږي.

په پام کې ده د امريکا د ولسمشرۍ انتخابات د ٢٠١٦میلادي کال په نوامبر مياشت کې وشي.