د ترکيې د وتلې ورځپاڼې "زمان" پر دفتر د پوليسو تر چاپې څو ساعته وروسته دغې ورځپاڼې بېرته خپرونې پيل کړې.
د پوليسو مامورينو د جمعې په ماښام د دې دفتر کنټرول په لاس کې واخيست او پارېدلي مظاهره چيان يې د اوښکي بهوونکي ګاز او رابړي مرميو په کارولو سره خواره واره کړل.
اعتراض کوونکو ويل چې ولې د دې ورځپاڼې پر دفتر چاپه اچول شوې ده.
دوى شعار ورکاوه، ازادې رسنۍ نه شئ غلي کولاى.
زمان ورځپاڼه چې د ورځې يې شپږنيم لکه ګڼې خپرېږي، له فتح الله ګولین سره نېږدې اړيکې لري.
ګولین د ترکيې يو مذهبي شخصيت دى چې په امريکا کې اوسي او د ولسمشر رجب طيب اردوغان له مخالفینو ګڼل کېږي.
اردوغان ګولین د حکومت د نسکورولو په توطيې تورن کړى دى.