ارزګان ته د جمهوري رياست يوه تللي پلاوي د دغه ولايت په امنيتي برخه کې د موجوده ستونزو د حل ژمنه وکړه.
د ارزګان د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې راغلي چې د دې دولتي پلاوي مشري د ولسمشرۍ ماڼۍ سلاکار وزير محمد طاهر ساپي کوله.
د ارزګان والي محمد نذير خروټي دغه پلاوي ته د امنيتي قواوو د تشکيل، وسلو، مهماتو او وسايطو د کموالي او نورو اړتياوو په اړه معلومات ورکړل.
په اعلاميه کې راغلي چې د جمهوري رياست دغه پلاوي ژمنه وکړه چې تر دقيقې ارزونې وروسته به دغو ستونزو ته حل لار پيدا کړي.
په دې وروستيو کې د ارزګان له ځينو برخو د ناامنيو راپورونه ورکول کېږي.