په پام کې ده د افغانستان اوعمان د کرکټ ملي ټيمونه نن تمريناتي لوبه وکړي.
دا د افغانستان د ټيم دويمه تمريناتي لوبه ده، افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې هالنډ ته د ١٦ منډو په توپير د جمعې په ورځ ماتې ورکړه.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک نن يکشنبې ازادي راډيو ته وويل چې د کرکټ ملي ټيم لوبغاړي نننۍ لوبې ته پوره تيارى لري:
"د کرکټ ملي لوبډله نن د نړيوال جام تيارو په لړ کې خپله دويمه تمريناتي مسابقه کوي، دا مسابقه هم د نړيوال جام مسابقو د تياريو لپاره ده."
افغانستان به خپله لومړۍ رسمي لوبه د سې شنبې په ورځ د سکاټلنډ په وړاندې وکړي.
افغان ټيم نورې لوبې د هانګ کانګ او زيمبابوې له ټيمونو سره کوي.
د۲۰ اووره نړيوال جام مسابقو ته د لار موندلو لپاره دغه سيالۍ په هند کې روانې دي.