د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د دولت ضد وسله والو پرخلاف پيل شوي عمليات پای ته ورسېدل.
د دغه ولايت د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې چې پرون خپره شوې راغلي چې د شاهين ١٨ په نوم دغه پوځي عمليات ٢١ ورځې مخکې پيل شوي وو.
د اعلاميې په حواله په دغو ځمکنيو او هوايي عملياتو کې د داعش ګڼ شمېر غړیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په اعلاميه کې د داعش ډلې د وژل شويو او ټپيانو شمېر نه دى مشخص شوى.
ويل شوي چې په تصفيه شويو سيمو کې د پاڅونوالو پوستې ځاى پر ځاى شوي دي.