امریکايي ستور مزلي سکاټ ته د پوستکي درد پیدا شوی

د امریکا فضایي ادارې یا ناسا ستور مزلی سکاټ کیلي چې نېږدې یو کال یې په فضا کې تېر کړی اوس د عضلې او مفاصلو له دردونو شکایت کوي او وایي کله چې ناست وي یا پرلاره روان وي، پوستکی یې دومره حساس شوی چې سوځي.

نوموړی پنځه کاله وړاندې هم شپږ میاشتې په نړیوالې فضایي ادارې کې تېر کړي وو، خو د ده په خبره دومره د ستړیا او درد احساس یې نه درلود.

دی وایي پوستکی یې له دې کبله ډېر حساس شوی چې په همدې موده کې یې له هېڅ شي سره تماس نه درلود.

کیلي وایي اوس تر ځمکې له فضا سره کولی شي ښه سازګاري ولري.

د نوموړي قد د نورو ستور مزلو په څېر په فضا کې لوړ شوی وو چې اندازه یې یو نیم انچ ته رسېده، خو کله چې بېرته ځمکي ته راښکته شو هغه یې بېرته له لاسه ورکړ.

کیلي په دغه ماموریت کې د ۳۴۰ ورځو په تېرولو سره په امریکا کې ریکارډ خپل کړ.

دی د مارچ پر دوهمه نېټه له خپل روسي ملګري سره چې هغه هم نېږدې یو کال په فضا کې تېر کړی وو، په قزافستان کې راښکته شو.