"د حکومت او طالبانو مخامخ خبرې به د مارچ په۱۰مه پیل شي"

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د افغان حکومت او وسله و الو مخالفینو ترمنځ به د سولې مخامخ خبرې د مارچ په ۱۰مه په اسلام اباد کې پیل شي.

د دغې شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر وچقون نن ازادي راډیو ته وویل چې دواړو لورو د مخامخ خبرو لپاره چمتوال پيل کړی.

ښاغلي وچقون هیله څرګنده کړه چې دا خبرې به د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره ګټورې وي.

بل لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا خبرې به په دوو دریو ورځو کې پیل شي.