افغان کرکټ لوبډلې له هالنډه د ١٦ منډو په توپير سیالي وګټله

افغانستان د کرکټ شل اووره مسابقه له هالنډ نه د ١٦ منډو په توپير وګټله.

دا د شل اووره نړېوالو مسابقو په لړ کې دوستانه مسابقه وه.

په نننۍ مسابقه کې ټاس افغانستان وګاټه او د بېټنګ کولو پرېکړه يې وکړه، په شلو اوورونو کې يې ٩ افغان لوبغاړي وسوځېدل او ١٥٢ منډې يې وکړې.

هالنډ ونه توانېد دغه هدف پوره کړي، په شلو اوورونو کې يې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو يوازې ١٣٦ منډې وکړې.

دغه مسابقه په هند کې وشوه.