په یمن کې د وسله والو په حمله کې تر۱۰ زیات کسان وژل شوي

په یمن کې وسله والو کسانو د زړو خلکو د ساتنې په یو مرکز کې تر لسو زیات کسان وژلي دي.

د زړو د پالنې دا مرکز د یوې رومن کاتولیک مرستندویه ټولنې له خوا تمویلېږي.

برید کې دوه ښځینه راهبانې هم وژل شوي دي.

د رومن کاتولیک د هغې مرستندویه ټولنې ویاند چې د یمن په ساحلي ښار عدن کې یې دا مرکز چلوه وايي، څلور وسله وال د زړو د ساتنې مرکز ته په دې پلمه ننوتل چې غواړي خپل میندې وویني.

یمني چارواکو ویلي وسله وال کسان کوټه په کوټه ګرځېدلې لومړی یې د خلکو لاسونه تړلې او بیا یې په سر په ډزو وژلي دي.

برید کونکې له برید وروسته له سیمې تښتېدلې او تر اوسه دا نه ده څرګنده چې ولې پر دې مرکز برید شوی دی.

د یمن حکومت په عدن کې ځای پر ځای دی او هڅه کوي چې له دې ښار څخه د خلیج د عربي ځواکونو په ملاتړ د حوثي یاغیانو له ایستلو وروسته دغلته خپل واک ټینګ کړي.

حوثي یاغیان لا هم د یمن پر پایتخت صنعا واکمن دی.