ترکي چاروکو د دغه هېواد د یوې مهمې ورځپاڼې کنټرول په لاس کې اخیستی دی.
داسې ښکارې چې دا د ولسمشر رجب طیب اردوغان د مخالفینو پرضد یوه نوې هڅه ده.
ترکي پولیس نیمه شپه د زمان ورځپاڼې دفتر ته ورغلل، څو د محکمې پرېکړه پلې کړي.
پولیسو د ورځپاڼې د سلګونو ملاتړ کوونکو د خورولو لپاره له اوښکي بهونکي ګازه کار واخیست او پر هغوی یې اوبه وشیندلې.
زمان ورځپاڼه شپږ لکه پنځوس زره ګنې خپریږي چې دا ورځپاڼه د ترکیې یو دیني عالم ملا فتح اله ګولین ته نېږدې ورځپاڼه بلل کېږي.
ګولین اوس په امریکا کې اوسي او د ترکیې ولسمشر هغه تورن کړی دی چې د حکومت د نسکورولو هڅه یې کوله.
امریکا دا اقدام غندلی دی، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي وویل:
"موږ ترکي چارواکي دې ته هڅوو چې په خپلو کارونو کې نړیوالو ډیموکراټیکو ارزښتونو ته چې د دوی په اساسي قانون کې هم شته، پاملرنه وکړي چې په دې کې د بیان ازادي او په ځانګړې ډول د رسنیو ازادي شامله ده."
تر اوسه ترکي چارواکو دا خبره نه ده توضیح کړې چې ولې یې د زمان ورځپاڼې دفتر نیولی دی.