"تمه ده روانه اوونۍ افغان حکومت او طالبان مخامخ خبرې وکړي"

تمه کېږي چې تر راتلونکې پنجشنبې پورې به افغان چارواکي په اسلام اباد کې له طالب استازو سره مخامخ خبرې وکړي.

که څه هم لا د ددې خبرو اترو دقیقه نېټه نه ده ټاکل شوې خو افغان او پاکستاني چارواکو تایید کړې چې راتلونکې اوونۍ به د مخامخ خبرو لومړنی دور په اسلام اباد کې ترسره شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال خیر الله ازاد پرون ازادي راډیو ته وویل، تمه لري چې د هم غږۍ په وروستۍ څلور اړخیزه غونډه کې د شوې پرېکړې سره به دا خبرې اترې د راتلونکې پنجشنبې څخه چې د مارچ لسمه نېټه ده، مخکې تر سره شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د خبرو اترو دقیقه نېټه نه ده نهايي شوي خو د جرمني خبري اژانس ته یې تایید کړې چې په راتلونکو دوو درې ورځو کې به دا خبرې اترې پیل شي.

د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ ددې مخامخ خبرو زمینه په داسې حال کې برابریږي چې تر دې مخکې د امریکا، چین، پاکستان او افغانستان په شمول څلور اړخیزې ډلې په کابل او اسلام اباد کې پر لپسې څلور غونډې وکړې څو په افغانستان کې د ۱۵ کلنې جګړې د ختمولو لپاره د سولې خبرو د پیل یو چوکاټ جوړ کړي.