سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر بارک اوباما د افغانستان له ولسمشر اشرف غني څخه وغوښتل چې د سولې د راتګ لپاره له طالبانو سره د سولې هڅو ته دوام ورکړي.
دا خبرې د ویډیو کنفرانس له لارې تېره ورځ ناوخته وشوې چې په کې بارک اوباما ټینګار وکړ چې امریکا د هغه سولې ملاتړ کوي چې ورسره شخړې راکمې شي او په افغانستان او سیمې کې ثبات راشي.
اوباما په دې ترڅ کې د ولسمشر اشرف غني نقش ته اشاره وکړه چې د افغانستان له ګاونډیو سره اړیکي پراخوي او د سولې او پخلاینې خبرې له طالبانو سره مخته وړي.
د دې ویډیو کنفرانس پر مهال د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن او د افغانستان اجرایي رییس عبدالله عبدالله هم برخه اخیستې وه.
د ارګ په وینا د امریکا ولسمشر د تروریزم پرضد د افغان امنیتي ځواکونو مړانه وستایله او ولسمشر اشرف غنی ته یې وویل چې دی د افغانستان د امنیتي ځواکونو له هڅو اغېزمن شوی دی.