افغانستان د کرکټ په لوبه کې هالنډ ته د ۱۵۳منډو هدف وټاکه 

افغانستان د کرکټ په نننۍ شل اووره مسابقه کې هالنډ ته د يوسل او درې پنځوسو منډو هدف وټاکه.

دا د شل اووره نړيوالو مسابقو په لړ کې دوستانه مسابقه ده.

په نننۍ مسابقه کې ټاس افغانستان وګاټه او د بېټنګ کولو پرېکړه يې وکړه، په شلو اوورونو کې يې ٩ افغان لوبغاړي وسوځېدل او ١٥٢ منډې يې وکړې.

هالنډ به اوس ټاکل شوى هدف پوره کوي.

دغه مسابقې په هند کې روانې دي.