د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ژان مارک ايرو (Jean-Marc Ayrault) وايي، د اوکراين، روسيې او جرمني د بهرنيو چارو له وزيرانو سره موافقې ته رسېدلى چې د اوکراين په ختيځ کې انتخابات بايد د جون مياشتې په وروستيو کې وشي.
خو د اوکراين د بهرنيو چارو وزير د ايرو د څرګندونو مخالفت وکړ او ويې ويل، په هغه کتنه کې چې پرون په پاريس کې د نهو ساعتونو لپاره وشوه، دى د کوم لوى پرمختګ شاهد نه دى.
د فرانسې د بهرنيو چارو وزير وويل، په دې کتنه کې دوى د انتخاباتو د يوه قانون د جوړولو پر اهميت ټينګار وکړ:
"موږ د اوکراين د حکومت او پارلمان له خوا د انتخاباتو قانون د تدوين او تصويب پر اهميت ټينګار وکړ، څو محلي انتخاباتو ته زمينه برابره کړي، موږ هيله څرګنده کړه چې دغه انتخابات د ٢٠١٦م کال په اوله نيمايي کې تر سره شي."
خو د اوکراين د بهرنيو چارو وزير پاولو کليم-کين د دې مسئلې مخالفت وکړ، چې دغه ډله دې د انتخاباتو ترسره کېدو لپاره ګډ توافق ته رسېدلې وي.
کليم-کين وويل، اوکراين پر ټولو ټينګار کوي، چې د اوکراين په ختيځ کې تر انتخاباتو مخکې يوه اوربند او د مهماتو ايستلو ته ژمن شي.
ده وويل موږ بايد به دا ځواک ولرو چې يقيني کړو دغه انتخابات په خوندي ډول تنظيم شي او زموږ قلمرو خوندي وي.