په پاکستان کې د افغانستان سفير د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ فضا پر ختمولو ټينګار وکړ.
حضرت عمر زاخېلوال پرون په پېښور کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې يوه کنفرانس ته وويل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا ايجاد، د دواړو هېوادونو په ګټه دى:
"که دغه فضا حاکمه نه شي په افغانستان او پاکستان کې ارامي نه شي راتلاى. دغه فضا سبب شوې چې زيات فرصتونه له لاسه ورکړو، موږ بايد دغه فضا بدله کړو."
افغان چارواکو په وار- وار پاکستان د هغو وسله والو په ملاتړ تورن کړى چې په افغانستان کې په ورانکارو فعاليتونو تورن دي.
په بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز تېره اوونۍ تاييد کړه چې د طالبانو ځينې مشران له خپلو کورنيو سره په پاکستان کې مېشت دي او پاکستان تر يوه حده ورباندې نفوذ لري.