د فراه په پشت رود کې مخالفین خلک هڅوي څو کوکنار وکري

د فراه ولایت د پشت رود ولسوالۍ چارواکې وایي چې د دولت وسله والو مخالفانو په دغه ولسوالۍ کې خلک هڅولي ترڅو کوکنار وکري.

دغه چارواکي وایي چې د دولت وسله والو مخالفانو خلکو ته ډاډ ورکړي چې څوک نه پریږدي د دوی کوکنار تخریب کړي.

په همدی حال کې اړونده چارواکې وایي چې دوی د هر ډول امکاناتو څخه په استفادې سره د کوکنارو کښتونه تخریبوي.


نور حال زموږ د خبریال په راپور کې اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

د فراه په پشت رود کې مخالفین خلک هڅوي څو کوکنار وکري