تهران د حزب الله په اړه د سعودي په مشرۍ د ائتلاف پر پریکړې انتقاد کړی

تهران د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف پردې پریکړه چې د لبنان حزب الله یې تروریستي سازمان بللی دی، انتقاد کړی.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیرحسین امیرعبداللهیان وايي، حزب الله د تروریستي سازمان په نوم یادول بله تیروتنه ده چې د منځني ختیځ سوله او د لبنان ملي یووالی به زیانمن کړي.

عبداللهیان دا څرګندونې نن یوه ورځ وروسته له هغه وکړې چې د خلیج د همکارۍ شورا د دې ټولنې په هېوادونو کې د دښمنۍ او تروریستي فعالیتونو د ترسره کولو تور پر حزب الله ولګاوه.

د خلیج د همکارۍ شورا عمومي منشي عبداللطیف الزیاني وویل، حزب الله د تروریستي حملو لپاره وسله وال استخداموي، د وسلو او مهماتو قاچاق کوي او تشدد او بې ثباتي پاروي.

د تروریستي سازمان د نومولو هدف د حزب الله پوځي څانګه او د دې ډلې ټول مشران، اړوندې ډلګۍ او متحدان دي.