بغلان: د ډنډې غوري سیمه په بشپړه توګه له مخالفینو پاکه شوې

د بغلان والي وایي چې د ډنډې غوري سیمه په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له وجوده پاکه شوې ده.

عبدالستار بارز ازادي راډيو ته وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو د سختو عملیاتو په ترڅ کې تېره شپه د ډنډې غوري سیمه په بشپړه توګه له وسله والو طالبانو تصفیه شوې ده.

ښاغلی بارز وایي، په عملیاتو کې ډېرو وسله والو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې او یو شمېر یې له سیمې تښتیدلي دي.

افغان پوځیانو وروسته له هغه په ډنډې غوري کې عملیات پیل کړل چې په دغې سیمه کې د وسله والو طالبانو فعالیتونه اوج ته ورسېدل.