وېل کېدل چې د افغانستان د دولتي ښوونځيو د نجونو ځانګړی تور يونیفورم یا لباس بدليږي. ځکه چې د زده کوونکو او د ځينو متخصصینو په نظر تور رنګ لمر جذبوي، ګرد نیسي او پر روان هم ناوړه اغېز کوي.
په دې اړه زموږ په څو جوړو کړو خپرونو کې د مسؤله ادارو چارواکو وخت په وخت ډول ډول نظرونه راسره شريک کړي وو، کله به يې ویل چې پر بدلون يې خبرې روانې دي او کله به يې ویل چې نه، همدا لباس سم دی.
اوس خصوصاً د نجونو په ځينو ښوونځیو کې د زده کوونکو تر منځ داسې آوازې شته چې پسرلي ته به د نجونو دغه تور یونیفورم په کوم بل مناسب رنګ اوړي. دا خبره څومره ریښتیا ده؟ له اسلامي نظره ریښتیا هم تور لباس کومه برتري لري او که نه؟ ننۍ تاندې څانګې که واورئ نو له دې هر څه خبرېدلی شئ.
کابو څلور کاله وړاندې د افغانستان د تودو یا ګرمسېره ولایتونو یو شمېر زده کوونکو نجونو د خپلو ښوونځیو له تور یونیفورم یا لباس څخه په مختلفو دلایلو شکایت درلود او خپلې نېوکې يې د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو له دې خاصې خپرونې یاني تاندې څانګې سره شريکې کړې وې.
له نورو خبرو وړاندې د دوی غوښتنې او شکایتونه اورو:
"د کندهار ښار د محمود طرزي لیسې زده کوونکې قندیه او د زرغونې انا لېسې زده کوونکې شیما ویل چې کندهار ښارګرم ولایت دی، تور لباس سره پاذاب یو باید بدل شي. د ننګرهارد یوې لیسې زده کوونکې تورپېکۍ حقیار وايي چې که څه هم توره جامه سنګینه ده خو د چاچې پوستکی غوړ وي هغوی باندې په اووړي کې د تور لباس له کبله دانې راخيږي، چې پخپله هم له دې مشکل سره تېرکال مخ شوې وه.خو د دغو نظرونو تر څنګ ځینې داسې هم وې چې له خپل تور یونیفورمه خوشاله وې، لکه حمېرا ، چې ویل يې همدا لباس ښه دی او نجونو ته ښايي چې تور یونیفورم واغوندي."
په دې اړه زموږ په جوړې کړې لومړۍ خپرونه کې د هيلۍ احدي په نوم یوې پېغلې راته ویلي وو چې تور رنګ د پوستکي تر څنګ په رواني لحاظ هم سړی ځپي. موږ د ځوان روانشناس شرف الدین عظيمي نظر هم پر روان باندې د تور رنګ د اغېز په اړه پوښتلی و، ده ویلي وو چې تور رنګ په روانشناسۍ کې ډېر د بحث وړ رنګ دی چې ښه رنګ ندی بلل شوی او د روانشناسانو د باور له مخې دا رنګ پر خلکو فضا راتنګوي او فکري ودې ته یې زیان رسوي.
اوس راځو دې ته چې د پوهنې وزارت چارواکو او ځینو اړوند نورو مسؤلو ادارو له تېرو څلورو کلونو راهيسې د دې موضوع په ارتباط څه راته ویلي دي:
د پوهنې وزارت د هغه وخت مطبوعاتي سلاکار ګل اغا احمدي ویلي وو چې په دې اړه فکر شوی دی او ښايي لنډ وخت کې د دغه لباس رنګ بدل شي.
"د ۱۳۹۲ کال د چنګاښ میاشت"، د پوهنې وزارت ویاند امان الله ایمان ویلي وو چې که څه هم په دې موضوع خبرې شوې وې خو اوس په همدغه لباس اکتفا کوو.
موږ د مکتبي نجونو د تور یونیفورم د بدلون په اړه په پارلمان کې د هغه وخت د دیني، فرهنګي، معارف او د لوړو زده کړو د کمیسون غړي کمال ناصر اصولي نظر هم اخیستی و، ده ویلي وو چې که د ښوونځيو د زده کوونکو له خوا دوی ته په دې اړه شکایت لیکونه وروړل شي نو د بدلون په اړه به یې اقدام وکړي.
تېر کال بیا د پوهنې وزارت د نشراتو مسؤل محمدکبير حقمل داسې ویلي وو چې د مکتبي نجونو د تور یونيفورم د بدلون په اړه پر یوې نوې لایحې کار شوی دی چې ښايي ډېر ژر دغه تور یونیفورم په یو بل رنګ واوړي.
سږ کال چې د نجونو په ځینو ښوونځيو کې د دوی د تور یونیفورم د بدلون اوازه خپره شوې، څومره ريښتیا ده؟ او د بدلون په اړه به يې کله پرېکړه وشي؟
د دې پوښتنې ځواب لږ وروسته پخپله د ښاغلي حقمل له خولې اورو خو تر هغې مخکې له یوه افغان ديني عالم شمس الحق فروتن څخه اورو چې په اسلام کې ریښتیا هم توره جامه یا لباس کوم ارزښت لري او که نه؟ دی وايي چې په اسلام کې تور رنګ کوم خاص ارزښت نه لري خو که کالي بې پردې، چسپ یا په پدن پورې نښتي وي که هر رنګ وي، اغوستل یې ناروا دي.
د کابل پوهنتون یوې محصلې خپل نظر داسې راسره شریک کړی و چې زموږ اکثره کورنۍ غريبې دي او ګڼې يې دوه ځله څه چې یو ځل هم خپلو اولادونو ته د مکتب د ځانګړو کاليو د اخيستلو وس نه لري، نو که د مکتبي نجونو تور لباس بدلون کوي، که د بل تعلیمي کال له پېلېدو وړاندې اعلان وشي نو بې وسه خلک به له اقتصادي مشکل سره مخ نشي.
د نجونو ښوونځیو د تور یونیفورم د بدلون او یا نه بدلون په اړه د پوهنې وزارت د نشراتو مسؤل محمدکبیر حمقل وايي، تر اوسه هغه لایحه چې د پوهنې وزارت له خوا د زده کوونکو او د متخصصینو نظریاتو ته په پام سره په شپږو فصلونو او دوولسو مادو کې نهايي شوې، لا يې عملي کېدو ته زمینه نه ده برابره شوې ځکه چې په خپله ولسمشر علاقه لري د مکتبي نجونو د یونیفورم د بدلون دغه لایحه د ده تر نظر او څارنې وروسته عملي شي، چې ښايي وخت ونیسي.
ښاغلی حقمل همدا راز زیاتوي چې په دغه لایحه کې د دې لباس په اړه ټول اسلامي، افغاني او ټولنيز اصول په پام کې نېول شوي دي، نو که کله هم د ښوونځیو دغه جامه بدلون مومي په یوه مناسب وخت کې به اعلانيږي. "بشپړ مرکه په خپرونه کې اورېدلی شئ."
تاسې تاندې څانګې او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي پته هم موندلی شئ:
که غواړئ چې تاندې څانګې پر ټولنيزې شبکې فیسبوک وڅارئ نو پته ده:
http://facebook.com/TandySagy
او د نورګل شفق پر دې بریښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ:
یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار يې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.
Your browser doesn’t support HTML5
تاندې څانګې