۶ایراني کډوالو د فرانسې د یوه اقدام په اړه خپلې خولې ګنډلي

شپږو ایراني کډوالو د فرانسې د حکومت هغه اقدام ته د پام اړولو لپاره خپلې خولې ګنډلي چې د دې هېواد په شمال کې د کډوالو له یوه کمپه په ډله ییزه توګه خلک باسي او هغه ورانوي.

کډوالو دغه غیر معمول اعتراض پرون په داسې حال کې وکړ چې حکومت کالی ته نژدې له یوه کمپه د کډوالو ایستلو ته ادامه ورکړه.

په دغه کمپ کې په زرګونه کډوال منتظر دي او هڅه کوي چې د انګلنډ د کانال له لارې بریتانیا ته ځانونه ورسوي.

دغو ایرانیانو یو پوستر هم نیولی و چې د ملګرو ملتونو له استازېو له دې کمپه د لیدو غوښتنه په کې شوې وه.

یوې محکمې تیره میاشت فیصله وکړه چې د دغه کمپ د جنوبي برخې ورانول قانوني دي.

چارواکي اټکل کوي چې د کمپ له دې برخې به د ۸۰۰ نه تر زرو پورې کسان بې ځایه شوي وي خو د بشري حقونو ډلې دغه شمېر له درې زرو زیات ښیي.

فرانسې د بې ځایه شوېو کډوالو لپاره په نژدې سیمه کې په تودو کانتینرونو کې د استوګنې او یا یوه موقتي مرکز ته د هغوی د استولو وړاندیز کړی دی چې هلته له فرانسې د پناه اخیستو د غوښتنې په اړه غور وکړي.