د اسپانیا یو مشهور هوټل غواړي چې په ایران کې د سمندر پرغاړه راتلونکی کال لومړی بهرنی هوټل پرانیزي.
د میلیا په نوم د پنځو ستوریو نړېوالو هوټلونو د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د کسپین د سمندرګي پرغاړه به د ۱۳۰ مترو په لوړوالې هوټل ودان کړي.
وروسته ترهغه چې په ۱۹۷۹ کال کې په ایران کې اسلامي انقلاب وشو دا به لومړی ځل وي چې په دغه هېواد کې یو لوکس بهرنی هوټل پرانیستل کیږي.