د بنګله دیش د کرکټ لوبډلې پاکستان ته په ۵ویکټو ماتې ورکړه

د بنګله دیش د کرکټ ملي ټیم د پاکستان ملي ټیم ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه او د اسیایي لوبو فاینل ته یې لاره وکړه.

دا لوبه تیره ورځ د بنګله دیش په مرکز ډاکه کې د (شیر بنګله دیش) په لوبغالي کې ترسره شوه.

د پاکستان ټیم په ټاکلیو شل اورونو کې ۱۲۹ منډې جوړې کړې وي، چې دې هدف ته بنګالي لوبغاړي په داسې حال کې ورسیدل چې لا پنځه توپه پاتې وو او پنځه لوبغاړي یې سوځیدلي وو.

بنګله دیش به د یکشنبې په ورځ له هند سره پای لوبه وکړي.