جلال اباد:۱۴ټپيان له درملنې وروسته له روغتونه رخصت شول

په جلال اباد ښار کې د پروني برید د ټپيانو له ډلې څخه ۱۴ تنه تر درملنې وروسته له روغتونه رخصت شول.

تېره ورځ غرمه مهال پنځو مشکوکو ترورستانو د هند پر کونسلګرۍ برید وکړچې په کې یو عسکر او یو ملکي ووژل شول او ۱۹ تنه نور د یوې ښځې او ماشوم په ګډون ټپیان شول.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل:

"۱۹ ملکیان چې یوه میرمن او ماشوم هم په کې وو، ټپیان شوي وو چې ۱۴ یې له لومړنیو درملنو وروسته کورونه ته استول شوي، پنځه نور یې اوس هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دي."

په دې حمله کې د هند د کونسلګرۍ کارکوونکو ته زیان نه دی اوښتی او پنځه سره بریدګر وژل شوي دي.