عراق له یوې اروپایي کمپنۍ سره یو تړون لاسلیک کړ

عراق له یوې اروپایي کمپنۍ سره د دغه هېواد په شمال کې د موصل د اوبود بند د رغاونې او څارنې لپاره تړون لاسلیک کړ.

د حکومت ویاند سعد الحدیثي وویل، دا تړون دوه سوه شپږ نوي میلیونه ډالر ارزښت لري او د مارچ په دوهمه له یوې ایټالیایۍ کمپنۍ سره وشو.

الحدیثي په دې برخه کې نورمعلومات ورنه کړل چې کله به دا کمپنۍ کار پیلوي، خو دومره یې وویل چې ډیر ژر به کار شروع شي.

د عراق دغه ستر بند چې په اتیایمو میلادي کلونو کې جوړ شوی، د موصل له ښاره بهر په هغه سیمه کې دی چې د داعش په لاس کې نه ده او په وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شو چې دا بند د نړېدو په حال کې دی.